افغانستان او فرانسې ستراتيژيک تړون لاسليک کړ
سلام خان سلام خان

 

د ۱۳۹۰ کال د سلواغې ۷مه نيټه د افغانستان او فرانسې تر منځ د دوستۍ او همکارۍ د معاهدې له لاسلیک شوه چی دغه معاهده به دشلو کالو لپاره ددواړو هیوادونو تر منځ داعتبار وړ وې،ددوستۍ او همکارۍ ددغې معاهدې له مخې به فرانسه له افغانستان سره د دفاع او امنیت، کرنې او د کلیو د پراختیا، روغتیا، معارف او لوړو زده کړو، فرهنګ او لرغون پېژندنې،د ښې حکومتوالۍ او د قانون د حاکمیت، زیربنایي جوړښتونو، اقتصاد، مالي چارو، سوداګرۍ او صنعت په برخو کې خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي،دمعاهدی تر امضا وروسته د فرانسې ولسمشر نیکولای سرکوزي په خپلو خبرو کی وویل چې د دوه اړخیزې معاهدې په اساس به فرانسه له افغانستان سره د اوږد مهال لپاره د معارف، صحت، اقتصاد او فرهنګ په برخو کې مرستو ته دوام وکړي،دغه رازد فرانسې ولسمشر په خبري ناسته کې ټینګار وکړ چې هېواد به یې د افغان امنیتي ځواکونو په روزلو کې خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي، سرکوزي د افغانستان له ولسمشر څخه وغوښتل چې د کاپیسا ولایت امنیتي مسؤولیتونه دې په راتلونکي کې افغان ځواکونو ته وسپاري

وروسته د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د فرانسې د ولسمشر نیکولای سرکوزي د ښې مېلمه پالنې څخه مننه وکړه او د افغانستان او فرانسې تر منځ یې د دوستۍ او همکارۍ د معاهدې د لاسلیک له امله خوښي څرګنده کړه،حامد کرزي زیاته کړه چې د دوستۍ او همکارۍ د معاهدې د لاسلیک سره فرانسې د افغانستان سره د خپلو مرستو ژمنه نوې کړه،ولسمشر حامد کرزي د هغو څلورو فرانسوي سرتېرو د وژنې له امله چې په افغانستان کې وژل شوي دي، د فرانسې خلکو ته تسلیت ووایه او د امنیت او ثبات په راوستلو کې یې د فرانسوي سرتېرو د قربانیو، قدرداني وکړه،ولسمشر زیاته کړه: د افغانستان خلک په داسې حال کې د فرانسې خلکو ته خواخوږي او تسلیت وايي، چې په تېرو کلونو کې له افغانستان سره د دوی قوي ملاتړ له امله مننه کوي،دافغانستان ولسمشر افغان ځواکونو ته د امنیتي مسؤولیتونو په اړه وویل چې افغانستان تیار دی چې دا مسؤولیتونه له ۲۰۱۴ کال مخکې هم په خپله غاړه واخلي، ده زیاته کړه چې د افغانستان حکومت به د روان کال د مارچ له میاشتې وروسته د کاپیسا ولایت امنیتي مسؤولیتونه له فرانسوي سرتېرو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته انتقال کړي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د افغانستان او فرانسې ترمنځ د اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو د تړون په اړه په یوه مطلب کې لیکي،د دې تړون طرح د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د ملي اردو د یوه سرتېري له خوا د څلورو فرانسوي پوځیانو له وژل کېدو مخکې جوړه شوی وه،ورځپاڼه د فرانسوي چارواکو له قوله لیکي، چې وايي، له پېښې وروسته د ولسمشر نیکولاس سارکوزي دا ګواښ چې د افغان او فرانسوي ځواکونو ګډ عملیات به وځنډوي او د خپل هېواد ځواکونه به په ۲۰۱۴ کال کې له ټاکلې نېټې مخکې له افغانستانه وباسي پردې تړون کوم ناوړه اغېز ونه کړ،افغان چارواکو د یوویشت کلن بریدکوونکي، چې څه کم درې میاشتې مخکې د ملي اردو لیکو ته جذب شوی و د اقدام د علت په اړه څېړنې پیل کړې دي. ورځپاڼه د مطلب په وروستۍ برخه کې لیکي:

که څه هم د افغانستان او فرانسې د ستراتیژیکو همکاریو په سند کې له ۲۰۱۴ کال وروسته د همکارۍ د څرنګوالي جزییات نشته، خو دا سند په کابل کې یو سمبولیک اهمیت لري، په دې معنا چې په اروپا کې د خلکو له نارضایتۍ سره سره لوی قدرتونه په راتلونکي کې له افغانستان سره اقتصادي او پوځي مرستو ته دوام ورکوي

د فرانسې ولسمشر نيکولا سارکوزي ويلي دي چي د ۲۰۱۳ کال تر پایه پوري به له افغانستان څخه خپل سرتیري راوباسي. هغه زیاته کړې ده چي د ناټو په راتلونکي غونډه کي به نور هیوادونه هم له افغانستان څخه مخکي له وخته وتلو ته وهڅوي،که څه هم ناټو په خپله وروستۍ سرمشریزه کي پریکړه وکړه چي له افغانستان څخه به خپل ټول جنگي سرتیري د ۲۰۱۴ کال تر پای پوري راوباسي، خو سارکوزي اوس له دغي نیټي وړاندي له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو د راایستلو خبره کوي،سارکوزي ويلي دي چي هڅه به وکړي چي د ناټو نور غړي هیوادونه دې ته وهڅوي چي له پلان څخه يو کال مخکي له افغانستان څخه ووځي. د نوموړي په وينا که د ناټو نور ملګري دا وړانديز و نه مني نو بيا به هم فرانسوي سرتیري د ۲۰۱۳م کال تر پايه پوري له افغانستان څخه راوايستل سي،دا په داسي حال کي ده چي د فرانسې په ټاکنو کي مخکښ کاندید، فرانسوا هولنده، ویلي دي چي که ټاکني وگټي نو د ۲۰۱۲ کال تر پایه پوري به له افغانستان څخه ټول فرانسوي سرتیري راوباسي.

فرانسوي ولسمشر زياته کړې ده چي د افغانستان له پاره د خپل نوي پلان په هکله ئې متحده ایالاتو ته خبر ورکړی دئ. سارکوزي ویلي دي چي د ناټو د دفاعي چارو د وزيرانو په راتلونکي غونډه کي به فرانسه دغه نوی پلان وړاندي کړي.

د امریکا متحدو ایالتونو پرون دسارکوزی دځرګندونو په باب وویل چې فرانسې له افغانستانه تر ټاکلي وخت یو کال مخکې د د ځواکونو د ایستلو پر پلان له خپلو متحدانو سره مشوره کړې وه،د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندویې ویکتوریا نولنډ وویل، سره له دې چې امریکا او د ناټو نور غړي هیوادونه په پام کې لري چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه له افغانستانه خپل پوځیان وباسي امریکاد ځواکونو په ایستلو کې پر هماهنګۍ ټینګار کوي،دې وویل ښکاره ده موږ غواړو چې په ګډه کار ته دوام ورکړو څو دا مسله په داسي ډول عملي شي چې د ناټو له هلوځلو سره سمون خوري او افغان ځواکونو ته د خپل هیواد امنیتي چاري په مناسب ډول وسپارل شي،دې په عین حال کې وویل چې د ناټو د غړیو په منځ کې او همداراز په افغانستان کې ځینې اندېښنې وې چې هراقدام دې په سلا مشوره وشي

په همدې حال کې د افغانستان په ولسي جرګه کې د کاپیسا ولایت یوې استازې له افغانستانه تر ټاکلي وخت مخکې د ځواکونو د ایستلو او په څو میاشتو کې افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو د سپارلو په خاطر پر فرانسې انتقاد وکړ،د کاپیسا دولایت ځخه نوموړې وکیل ویلی دی که د حمل په میاشت کې د کاپیسا ولایت د امنیتي چارو مسوولیت افغان ځواکونو ته وسپارل شو د دې ولایت امنیتي حالات به نور هم خراب شي،نوموړې دا هم ویلی دی چې د ولسمشر کرزي دا لویه تېروتنه ده چې د فرانسې ولسمشر هڅوي چې تر اصلي مهالوېش مخکې افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو د سپارلو وړاندیز کوي .پای

 


January 28th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها